سوره هود (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۳۴

وَلَا يَنْفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدْتُ أَنْ أَنْصَحَ لَكُمْ إِنْ كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 34 ٣٤

او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ (۳۴)

تفسیر
نه زما پند تاسو ته او نه زما يادونه تاسوته ګته رسوي، که چېرې الله له نېغې لارې ستاسو لارورکي وغواړي او ستاسو د ضد له امله مو له لارښوونې لرې کړي، هغه مو پالونکی دی، همغه ذات دی چې ستاسو امر يې په لاس کې دی؛ نو لار ورکي کوي مو که وغواړي، د قيامت په ورځ يوازې همغه ته ورګرځئ؛ نو پرخپلو کړنو مو سزا درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ