سوره هود (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۲

وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ 42 ٤٢

دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ۔، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه (۴۲)

تفسیر
او کښتۍ چې خلک او نور شيان پکښې وو د غره په شان لويه څپه کې روانه وه، د پلارولۍ د زړه سوي له امله نوح عليه السلام خپل کافر زوی ته آواز وکړ، په داسې حال کې چې له پلار او قوم څخه يې بېل په يو ځای کې و: ای بچوړیه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه تر څو له ډوبېدو وژغورل شې، له کافرانو سره مه کېږه، چې د ډوبېدو تباهي به درته ورسيږي کومه چې هغوی ته رسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ