سوره هود (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۳

قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ 43 ٤٣

هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه د غرق كړى شويو نه (۴۳)

تفسیر
د نوح زوی نوح عليه السلام ته وويل: ژر ده چې لوړ غره ته به پناه يوسم، تر څو ماته د اوبو رسېدلو مخه ونيسي، نوح عليه السلام خپل زوی ته وويل: نن ورځ د الله د سزا په وړاندې چې په طوفان کې ډوبېدل دي کوم خنډ نشته، مګر همغه مهربان الله پاک چې په خپله لورېينه چاته وغواړي له ډوبېدو يې ژغوري، د نوح او کافر زوی تر منځ يې څپې بېلوالی راوستی او زوی يې په طوفان له ډوبېدونکو څخه شو د خپل کفر له امله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ