سوره هود (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۶

قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ ۖ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ ۖ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۖ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ 46 ٤٦

ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته له دې نه نصیحت كوم چې ته شې له جاهلانو نه (۴۶)

تفسیر
الله نوح عليه السلام ته وويل: بېشکه ستا هغه زوی چې ته يې ژغورنه غواړې ستا له هغې کورنۍ څخه ندی چې ما يې د ژغورنې ژمنه درسره کړې ده، ځکه هغه کافر دی، ستا غوښتنه ای نوحه! ستا لخوا مناسب کار ندی او د هغه چا لپاره نه ښايي چې ستا په مرتبه کې وي، هغه څه را څخه مه غواړه چې تا لره پرې پوهه نه وي، زه دې وېروم له دې څخه چې ته د ناپوهانو له ډلې څخه شې؛ نو هغه څه راڅخه مه غواړه چې زما د پوهې او حکمت خلاف وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ