سوره هود (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۵۴

إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ ۗ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 54 ٥٤

(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ ځینې خدایانو څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ (۵۴)

تفسیر
موږ نه وايو خو داچې زموږ ځينې معبودانو لېونی کړی يې، ځکه ته مو د هغو له لمانځلو راګرځوې، هود عليه السلام وويل: بېشکه زه الله شاهد ګرځوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسو د هغو معبودانو له لمانځلو بېزاره يم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ؛ نو تاسو او هغه معبودان مو چې تاسو ګومان کوئ چې زه يې لېونی کړی يم زما پر وړاندې چل وکړئ بيا مهلت مه راکوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ