سوره هود (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۵۶

إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمْ ۚ مَا مِنْ دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 56 ٥٦

بېشكه ما په الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب په نېغه لار دى (۵۶)

تفسیر
بېشکه زه يوازې پر الله بروسه کوم او په خپله معامله کې پر هغه باور کوم، هغه زما او ستاسو پالونکی دی، هيڅ شی د ځمکې پر مخ نه ګرځي خو دا چې الله ته غاړه اېښودونکی دی، د هغه تر واک او اختيار لاندې دی، اړوي يې څنګه چې وغواړي، بېشکه زما پالونکی پر حق او عدل دی؛ نو هيڅکله به تاسو ته پر ما واک درنکړي، ځکه زه پر حقه او تاسو پر باطل ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ