سوره هود (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۵۷

فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ 57 ٥٧

نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږلى شوى وم۔ او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو په ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى (۵۷)

تفسیر
که چېرې تاسو مخ واړوئ او شا وګرځوئ هغه څه ته چې زه ورسره راغلی يم، نو پر ما يوازې تر تاسو رسول دي او بېشکه ما هر هغه څه تر تاسو ورسول چې الله ورسره لېږلی وم او په رسولو يې امر راته کړی و، بېشکه پر تاسو حجت قائم شو، ژر به زما پالونکی تاسو تباه کړي او ستاسو پرځای به بل قوم راولي چې ستاسو ځای ناستی شي، تاسو مو په درواغ ګڼلو او مخ اړولو نه الله ته لوی زيان رسولی شئ او نه کوچنی، ځکه هغه يې له بندګانو بې پروا دی، بېشکه زما پالونکی پر هر څه څارونکی دی؛ نو هغه به مې له هغه شره ساتي چې تاسو يې زما په اړه چل کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ