سوره هود (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۰

وَأُتْبِعُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ ۗ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ 60 ٦٠

او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګولى شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى (۶۰)

تفسیر
له هغوی سره د دنيا په دغه ژوند کې رسوايي او د الله له لورېينې لرې والی يوځای شوي دي، همدارنګه د قيامت په ورځ به د الله له لورېينې لرې کړل شوي وي، دا پر الله د هغوی د کفر له امله، خبر اوسئ الله هغوی له هرې ښېګڼې لرې کړي او هرې بدۍ ته يې نېږدې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ