سوره هود (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۱

وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ 61 ٦١

او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته۔، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړئ یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى (۶۱)

تفسیر
ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ولېږه، هغه وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود (لمانځلی) نشته، هغه تاسو د ځمکې له خاورې پيداکړي ياست ستاسو د پلار آدم عليه السلام په پيدايښت سره له هغې خاورې څخه، د هغې(ځمکې) آبادوونکي يې ګرځولي ياست؛ نو له هغه بښنه وغواړئ بيا هغه ته وروګرځئ د ښوکړنو پر ترسره کولو او د ګناهونو په پرېښودلو سره، بېشکه زما پالونکی هغه چا لره نږدې دی چې هغه لره عبادت ځانګړی کړي، د هغه د دعا قبلوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ