سوره هود (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۳

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ 63 ٦٣

هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغه له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو به ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) زیات نه كړئ (۶۳)

تفسیر
صالح عليه السلام خپل قوم ته د ځواب په توګه وويل: ای زما قومه! خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل وم، له خپل لوري يې ماته لورېينه راکړې وي چې هغه نبوت دی؛ نو څوک به مې يې له سزا وژغوري که زه ترې سرغړونه وکړم د هغه څه په نه رسولو کې چې تر تاسو يې د رسولو امر راته کړی؟ نو تاسو يوازې زما لارورکي او د هغه له رضا لېرې والی غواړئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ