سوره هود (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۴

وَيَا قَوْمِ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ 64 ٦٤

اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو ډېر نژدې عذاب به مو ونیسي (۶۴)

تفسیر
او ای زما قومه! دغه د الله اوښه تاسوته زما د رېښتينولۍ نښه ده، پرې يې ږدئ څري به د الله په ځمکه کې، هغې ته هيڅ کړاو مه رسوئ، که نه ستاسو لخوا د هغې د ټپي کولو سره په نېږدې وخت کې به د الله عذاب درته ورسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ