سوره هود (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۵

فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ 65 ٦٥

نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او مړه يې كړه) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته (۶۵)

تفسیر
نو هغه يې ذبح کړه په درواغ ګڼلو کې د ژور تللو له امله، صالح عليه السلام ورته وويل: د هغې له ذبحې په ځمکه کې له ژونده درې ورځې ګټه پورته کړئ بیا به د الله سزا درته راشي، له دې وروسته د سزا راتګ يوه هرومرو ترسره کېدونکې ژمنه ده درواغ نده بلکې هغه رېښتينې ژمنه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ