سوره هود (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶۹

وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ ۖ فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ 69 ٦٩

او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل: (په تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (په تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت كړى شوى سخى (۶۹)

تفسیر
او بېشکه ابراهيم عليه السلام ته پرېښتې د سړو په څېرو کې راغلې، هغه او مېرمنې ته يې د اسحاق بیا د یعقوب زېری ورکوونکې وې، پرېښتو وويل: سلام دې وي، ابراهيم عليه السلام هغوی ته په سلام ويلو ځواب ورکړ او تېز ولاړ، کباب کړی خسی يې ورته راوړ، تر څو له هغه خوراک وکړي په دې ګومان چې هغوی سړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ