سوره هود (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۷۰

فَلَمَّا رَأَىٰ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۚ قَالُوا لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍ 70 ٧٠

نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه رسېږي، نو دوى يې نا اشنا وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره وكړه، دوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو) (۷۰)

تفسیر
کله چې ابراهيم عليه السلام وليدل چې لاسونه يې خسي ته نه رسيږي او څه ترې نه خوري، دا يې له هغوی څخه بد وګڼل او په زړه کې ترې وډار شو؛ خو کله چې پرېښتو له ځانه د هغه وېره وليدله ويې ویل: له موږ مه ډارېږه، موږ الله د لوط عليه السلام قوم ته رالېږلې يو تر څو سزا ورکړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ