سوره هود (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۸۶

بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ 86 ٨٦

د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم (۸۶)

تفسیر
د الله هغه پاتې روزي چې په عدل سره يې د خلکو د حقوقو له اداکولو وروسته له حلالو تاسو لره پرېږدي، په تول او پېمانه کې له کمي او په ځمکه کې له وران کاري څخه د تر لاسه شوي زيادت څخه ډېره ګټوره او برکتناکه ده، که تاسو په حقه باور کوونکي ياست؛ نو پر دغه پاتې روزۍ خوښ اوسئ، زه پرتاسو څارونکی نه يم چې کړنې مو وشمېرم او ستاسو سره پرې محاسبه وکړم، بېشکه پر دغه څارونکی هغه څوک دی چې په راز او پټو پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ