سوره هود (آیت 87)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۸۷

قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ ۖ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ 87 ٨٧

هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر تحمل والا، ډېر پوه يې (۸۷)

تفسیر
د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! هغه لمونځ چې ته يې د الله لپاره کوې تاته امر کوي چې موږ د هغه بوتانو عبادت پرېږدو چې زموږ پلرونو يې عبادت کاه او په خپلو مالونو کې هغه لاسوهنه چې موږ يې غواړو او هغه زيادت چې موږ يې غواړو پرېږدو؟ بېشکه ته زړه سوانده لارښود يې، ته خو هغه هوښيار د حکمت څښتن يې چې له دغې بلنې مخکې مو پېژندلې؛ نو پر تا څه وشول؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ