سوره هود (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۸۹

وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ ۚ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِنْكُمْ بِبَعِيدٍ 89 ٨٩

او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې تاسو ته په مثل د هغه (عذاب) ورسېږي چې د نوح قوم یا د هود قوم یا د صالح قوم ته رسېدلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى (۸۹)

تفسیر
ای زما قومه! زما دوښمني دې تاسو د هغه څه درواغ ګڼلو ته ونه هڅوي چې زه ورسره راغلی يم، وېره ده چې هغه سزا به مو ونيسي لکه د نوح، هود او صالح عليهم السلام قومونه يې چې ونيول، د لوط عليه السلام قوم نه د زمانې او نه د ځای له پلوه ستاسو څخه لرې دی او بېشکه تاسو پوه ياست پر هغه څه چې هغوی ته ورسېدل؛ نو پند واخلئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ