سوره هود (آیت 91)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۹۱

قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ 91 ٩١

دوى وویل: اى شعیبه! مونږ په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى (چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به ته خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې (۹۱)

تفسیر
د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! موږ په هغه څه ډېر نه پوهېږو چې تا راوړي دي، موږ دې په خپلو منځو کې کمزوری وينو، ځکه سترګو ته دې کمزوري يا ړوندوالی رسېدلی، که چېرې ستا قبيله زموږ پر ملت نه وای، هرومرو به مو په ډبرو وېشتلو وژلی وای، ته راته ګران نه يې چې له وژلو دې و ډار شو، موږ ستا وژل يوازې ستا قبيلې ته د درناوي له امله پرېښې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ