سوره هود (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۹۳

وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ ۖ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ 93 ٩٣

او اى زما قومه! تاسو په خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم (۹۳)

تفسیر
ای قومه! څومره چې کولای شئ په خپله هغه تګلاره عمل وکړئ چې خوښه کړې مو ده، بېشکه زه په خپله هغه تګلاره عمل کوونکی يم چې خوښه کړې مې ده څومره چې کولای شم، ژر به پوه شئ چې له موږ څخه چاته هغه سزا راځي چې رسوا يې کړي او څوک له موږ څخه په هغه څه کې درواغجن دی چې دعوی يې کوي؛ نو انتظاروکړئ د هغه څه چې الله يې پرېکړه کوي، بېشکه زه له تاسو سره انتظارکوونکی يم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ