سوره یوسف (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۰۱

رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ 101 ١٠١

اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه (۱۰۱)

تفسیر
بيا يوسف خپل پالونکي ته دعا وکړه ويې ويل: ای زما پالونکيه، بېشکه د مصر پاچايي دې راکړه، د خوب تعبير دې راوښود، ای د آسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه، پرته له مخکينۍ بېلګې يې را منځته کوونکيه، ته د دنيا په ژند کې زما د ټولو چارو واک لرونکی يې او په آخرت کې د ټولو واک لرې، زما د ازل په پای کې مې مسلمان مړ کړه او په لوړ فردوس جنت کې مې له خپلو پلرونو او نورو نېکو انبياوو سره يوځای کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ