اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه یوسف ۱۲:۱۰۱ ⧉
تفسیر:
بيا يوسف خپل پالونکي ته دعا وکړه ويې ويل: ای زما پالونکيه، بېشکه د مصر پاچايي دې راکړه، د خوب تعبير دې راوښود، ای د آسمانونو او ځمکې پيدا کوونکيه، پرته له مخکينۍ بېلګې يې را منځته کوونکيه، ته د دنيا په ژند کې زما د ټولو چارو واک لرونکی يې او په آخرت کې د ټولو واک لرې، زما د ازل په پای کې مې مسلمان مړ کړه او په لوړ فردوس جنت کې مې له خپلو پلرونو او نورو نېکو انبياوو سره يوځای کړه.