Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 100 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 100 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يَا أَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي ۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 100
ترجمه:
او خپل مور او پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي۔ او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې (مالېدلى) و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه په ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى یوسف ۱۲:۱۰۰
تفسیر:
او خپل مور او پلار يې پر هغه تخت کېنول چې په خپله پرې کېناستلو، مور او پلار او يوولس وروڼو يې د درناوي په سجده، نه د عبادت په سجده سره هغه ته سلامي وکړه، تر څو په ليدلي خوب کې د الله امر پر ځای شي، ځکه خو يوسف - عليه السلام - خپل مور او پلار ته وويل: دغه ستاسو لخوا ماته د درناوي سجده د هغه خوب تعبير دی چې مخکې مې ليدلی و او تاته مې بيان کړی و، الله هغه په رامنځته کولو حق ثابت کړ، او پالونکي مې را سره ډېره ښېګڼه وکړه چې له بندخونې يې واېستلم او تاسو يې له صحرا وروسته له هغې راته راوستلی چې شیطان زما او د وروڼو ترمنځ خرابي راوستلې وه، پرته له شکه پالونکی مې ډېر باریک دی په خپل تدبير کې چاته چې وغواړي، او پرته له شکه هغه د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه او په خپل تدبير کې حکمت والا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 99 راتلونکې یوسف • آیت 101