سوره یوسف (آیت 105)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۰۵

وَكَأَيِّنْ مِنْ آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ 105 ١٠٥

او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي (۱۰۵)

تفسیر
ډېرې هغه نښې چې د هغه پاک ذات پر توحيد دلالت کوونکې دي په آسمانونو او ځمکه کې خورې دي، هغوی پرې تېريږي، حال دا چې په هغو کې له فکر کولو او پند اخېستلو مخ اړوونکي دي، هغو ته پاملرنه نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ