سوره یوسف (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۰۸

قُلْ هَٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ 108 ١٠٨

ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم (۱۰۸)

تفسیر
اې رسوله! کومو کسانو ته چې بلنه ورکوې هغوی ته ووايه! دا زما هغه لار ده چې خلک ورته په څرګند دليل رابولم او هغه څوک يې رابولي چې زما پيروي يې کړې، پر لارښوونه مې يې لارموندلې او زما تګلاره يې خپله کړې ده او الله له هغه څه پاک دی چې هغه ته يې نسبت کيږي، کوم چې د هغه له جلال سره وړ نه دي او يا يې له کمال سره په ټکر کې دي او زه پر الله له مشرکانو څخه نه يم، بلکې هغه پاک ذات لره له يو ګڼونکو څخه يم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ