ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم یوسف ۱۲:۱۰۸ ⧉
تفسیر:
اې رسوله! کومو کسانو ته چې بلنه ورکوې هغوی ته ووايه! دا زما هغه لار ده چې خلک ورته په څرګند دليل رابولم او هغه څوک يې رابولي چې زما پيروي يې کړې، پر لارښوونه مې يې لارموندلې او زما تګلاره يې خپله کړې ده او الله له هغه څه پاک دی چې هغه ته يې نسبت کيږي، کوم چې د هغه له جلال سره وړ نه دي او يا يې له کمال سره په ټکر کې دي او زه پر الله له مشرکانو څخه نه يم، بلکې هغه پاک ذات لره له يو ګڼونکو څخه يم.