Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 109 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 109 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ ۗ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۗ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 109
ترجمه:
او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ یوسف ۱۲:۱۰۹
تفسیر:
او موږ مخکې له تا ندي لېږلي ای رسوله! مګر سړي له انسانانو؛ نه پرېښتې، هغوی ته مو وحي کوله لکه تاته مو چې وحیې وکړه؛ له ښاريانو څخه وو نه له کليوالو؛ خو امتونو يې درواغجن وګڼل، هغه امتونه مو تباه کړل، آيا دغه ستادرواغ ګڼونکي په ځمکه کې ندي ګرځېدلي چې غور وکړي، له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو پايله څنګه وه ترڅو ترې پند واخلي؟ او کومې پېرزوينې چې د آخرت په کور کې دي هغه غوره دي هغو چا لره چې په دنيا کې له الله وېريږي، آيا له عقل کار نه اخلئ چې دغه غوره دي؛ نو له الله څخه د هغه د حکمونو په منلو ووېرېږئ چې تر ټولو لوی یې ايمان دی او له نواهيوو يې ډډه وکړئ چې ترټولو لوی يې په الله شرک دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 108 راتلونکې یوسف • آیت 110