سوره یوسف (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۱۱

لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 111 ١١١

یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاو لپاره ښه عبرت دى۔، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (په الله او د هغه په رسول) ایمان لري (۱۱۱)

تفسیر
بېشکه د رسولانو او امتونو په کيسو کې او د يوسف او وروڼو په کيسه کې يې پند دی، د سالم عقل څښتنان ترې پند اخلي، پر دغه مشتمل قران له ځانه ندی جوړ کړی شوی، پر الله درواغ خبرې نه دي، بلکې د الله لخوا د نازل کړل شوو آسماني کتابونو تصديق دی، د ټولو هغو حکمونو او شريعتونو تفصيل دی چې تفصيل ته يې اړتيا ده، د هر خير لپاره لارښود دی او د هغه قوم لپاره لورېينه ده چې ايمان پرې راوړي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې له هغه څه ګټه اخلي چې پکښې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ