سوره یوسف (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۱۵

فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 15 ١٥

نو كله چې دوى هغه بوته او په دې يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده (یوسف) ته وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې) (۱۵)

تفسیر
نو يعقوب عليه السلام هغه ورسره ولېږی، کله چې يې لرې بوتی او د څاه تل ته د غورځولو هوډ يې وکړ، موږ په دغه حال کې يوسف ته وحي وکړه: هرومرو به هغوی په دغه کړنه يې خبر کړې حال داچې ستا د خبر ورکولو په حال کې به هغوی په تا نه پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ