سوره یوسف (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۲۳

وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 23 ٢٣

او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل: هله، ته زر راشه! هغه وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي (۲۳)

تفسیر
د عزيز مېرمنې په نرمۍ او دوکې کارولو له يوسف عليه السلام څخه د ناروا کار غوښتنه وکړه، دروازې يې بندې کړې ترڅو ښه يوازې شي، او ورته ويې ويل: ماته راشه او راځه، يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه غواړم له هغه څه چې ور ودې بلم، بېشکه له ما سره مې بادار له ځان سره په اوسولو کې ښه وکړل؛ نو هيڅکله خيانت نه ورسره کوم، که مې خيانت ورسره وکړ زه به ظالم وم، بېشکه چې ظالمان نه بریالي کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ