سوره یوسف (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۲۴

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَىٰ بُرْهَانَ رَبِّهِ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ ۚ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ 24 ٢٤

او یقینًایقینًا هغې ده ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ د غوره كړى شو بنده ګانو څخه دى (۲۴)

تفسیر
بېشکه د هغې زړه ناروا کړنې ته وشو او هغه هم په ځان دغه خطره احساس کړ که چېرې يې د الله نښې نه وای ليدلې چې له دغه يې راګرځوي او لرې کوي يې، موږ دغه ورته وښودل تر څو ناروا ورڅخه وګرځوو، له زنا او خيانت څخه يې لرې کړو، بېشکه يوسف د رسالت او نبوت لپاره زموږ له غوره کړل شويو بندګانو څخه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ