سوره یوسف (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۲۵

وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِنْ دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَنْ يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 25 ٢٥

او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا د اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي كړى شي یا (د هغه لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى (۲۵)

تفسیر
دواړو دروازې خواته منډې کړې، يوسف د دې لپاره چې ځان وژغوري او هغې د دې لپاره چې د يوسف د وتلو مخه ونيسي، هغې يوسف تر کميس ونيوه تر څو يې له وتلو راوګرځوي، چې د شا لخوا يې څيرې کړ، دواړو د هغې مېړه له دروازې سره وموند، د عزيز مېرمنې د چل کوونکې په توګه عزيز ته وويل: چا چې ستا له مېرمنې سره د ناروا کړنې هوډ کړی وي ای عزيزه! د هغه سزا به نه وي مګر بندخونه او يا دا چې دردوونکې سزا ورکړل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ