سوره یوسف (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳۰

وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَنْ نَفْسِهِ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 30 ٣٠

او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغه د دې د زړه پرده څیرې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هغه په ښكاره ګمراهۍ كې وینو (۳۰)

تفسیر
د هغې خبر په ښار کې خپور شو، يوې ډلې ښځو د انکار په ډول وويل: د عزيز مېرمن خپل مريی ځانته وربولي، بېشکه د هغه مينه يې د زړه پوښ ته رسېدلې ده، بېشکه موږ هغه د يوسف د تېر اېستلو او له هغه سره د مينې له امله چې مريی يې دی په څرګنده لار ورکۍ کې وينو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ