سوره یوسف (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳۷

قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَنْ يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي ۚ إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ 37 ٣٧

(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي (۳۷)

تفسیر
يوسف عليه السلام وويل: تاسو ته به هغه ډوډۍ چې د پاچا يا بل چا لخوا درکول کيږي نه وي راغلې خو زه به تاسو ته د هغه حقيقت او کيفيت مخکې تر راتګ يې بيان کړم، دا هغه د خوب تعبير دی چې زه پرې پوهېږم ماته مې پالونکي راښودلی، د کاهنانو او نجوميانو لخوا ندی، بېشکه ما د داسې قوم دين پرېښی چې پر الله ايمان نه لري او هغوی پر آخرت کافران دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ