سوره یوسف (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳۸

وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ 38 ٣٨

او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي (۳۸)

تفسیر
د خپلو پلرونو: ابراهيم، اسحاق او يعقوب عليهم السلام د دين پيروي مې کړې ده، هغه د الله د توحيد دين دی، زموږ لپاره سم نه دي چې له الله سره بل شريک ونيسو، هغه په وحدانيت کې يوازې دی، دغه توحيد او پر هغه څه ايمان چې زه او پلرونه مې پرې يو، پر موږ د الله لخوا فضل دی چې د هغه توفيق يې راکړی او پر ټولو خلکو يې فضل دی چې هغوی ته يې نبيان لېږلي دي، خو ډېری خلک د الله پر نعمتونو شکر نه وباسي بلکې کفر يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ