سوره یوسف (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۴۰

مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ 40 ٤٠

تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي (۴۰)

تفسیر
تاسو له الله پرته عبادت نه کوئ مګر د داسې نومونو چې په غير نومول شويو تاسو او پلرونو مو، معبودان نومولي دي، هغوی لره په الوهیت کې هيڅ برخه نشته، الله ستاسو پر نوم اېښودنه کوم داسې دليل ندی نازل کړی چې د هغو پر سموالي دلالت وکړي، په ټولو مخلوقاتو کې حکم يوازې الله لره دی، نه د دغو نومونو لپاره چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله پاک امر درته کړی چې په عبادت کې يې يوازې کړئ او له دې څخه يې منع کړي ياست چې له هغه سره بل څوک شريک کړئ، دغه توحيد هغه نېغ دين دی چې کوږوالی پکې نشته، خو ډېری خلک پر دغه نه پوهيږي، ځکه له الله سره شريک نيسي؛ نو د هغه د ځينو مخلوقاتو عبادت کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ