سوره یوسف (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۵۰

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ 50 ٥٠

او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى په مكر او چل ښه پوه دى (۵۰)

تفسیر
پاچا يې خپلو مرستندويانو ته هغه مهال وويل چې د خوب تعبير يې د يوسف عليه السلام لخوا ورته ورسېدی، هغه له بندخونې راوباسئ، ماته يې راولئ، خو کله چې يوسف عليه السلام ته د پاچا استازی راغی ورته يې وويل: خپل سردار پاچا ته دې ورشه، د هغو ښځو د کيسې په اړه پوښتنه ترې وکړه چې لاسونه يې زخمي کړي وو، بېشکه زما پالونکی د هغوی لخوا زما په تېراېستنه ښه پوه دی پر هغه له دغه څخه هيڅ هم پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ