سوره یوسف (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۵۲

ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ 52 ٥٢

دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي) (۵۲)

تفسیر
د عزيز مېرمنې وويل: يوسف دې پوه شي چې کله ما اقرار وکړ چې زه هغه څوک وم چې له هغه مې ناروا غوښتنه وکړه، هغه رېښتونی دی، ما د هغه په نشتون کې پرې تور ندی لګولی، بېشکه ماته له هغه څه چې وشول څرګنده شوه چې الله هغه چا ته توفيق نه ورکوي چې درواغ وايي او دوکه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ