سوره یوسف (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۶۴

قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ 64 ٦٤

هغه وویل: ایا زه تاسو په ده باندې امینان كړم مګر په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخكې د ده په ورور باندې امینان ګرځولي وئ، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى (۶۴)

تفسیر
پلار يې ورته وويل: آيا په تاسو داسې باور وکړم لکه مخکې مې چې د هغه د سکه ورور يوسف په اړه باور درباندې کړی و؟! پرتاسو مې د هغه په اړه باور وکړ، تاسو يې د ساتنې ژمنه وکړه، خپله ژمنه مو ترسره نه کړه؛ نو ستاسو د ساتنې په ژمنه زه باور نلرم، زما باور يوازې پر الله دی، هغه ترټولو غوره ساتونکی دی د هغه چا لپاره چې د ساتنې اراده يې ولري او هغه تر ټولو غوره لوروونکی دی چاته چې د لورېينې اراده وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ