سوره یوسف (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۶۷

وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ ۖ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ 67 ٦٧

او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص د الله لپاره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي (۶۷)

تفسیر
پلار يې هغوی ته د سپارښت کوونکي په توګه وويل: مصر ته ټول له يوې دروازې مه ننوځئ، بلکې له بېلو بېلو دروازو ننوځئ، دا ډېر خوندي دی له دې چې څوک دې ټولو ته زيان ورسوي که يې ستاسو په اړه اراده کړې وي، زه تاسو ته دا نه وايم چې د هغه زيان مخه به درڅخه ونيسم چې الله يې تاسو ته اراده کړې ده، نه د دې لپاره چې هغه ګټه به درته رسوم چې الله يې نه غواړي، پرېکړه يوازې د الله پرېکړه وي، امر هم د الله امر وي، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم، نو بروسه کوونکي دې هم په خپلو چارو کې بروسه وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ