سوره یوسف (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۶

وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَىٰ أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 6 ٦

او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو (خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۶)

تفسیر
لکه څنګه چې دې دغه خوب ليدلی ای يوسفه خپل پالونکی به دې غوره کړي او د خوب تعبير به درته وښيي، د نبوت په درکړه به خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي لکه څنګه چې يې له تا مخکې ستا پر پلرونو ابراهيم او اسحاق عليهما السلام بشپړه کړې وه، بېشکه ستا پالونکی پر خپل مخلوق ښه پوه دی په خپل تدبير کې حکيم دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ