سوره یوسف (آیت 76)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۷۶

فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ 76 ٧٦

نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى په بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى (۷۶)

تفسیر
هغوی يې د خپلو بارونو د پلټنې لپاره يوسف ته راوګرځول، يوسف د خپل چل پټولو په موخه د سکه ورور له بار پلټلو مخکې د خپلو ناسکه وروڼو د بارونو پلټنه پيل کړه، بيا يې د سکه ورور بار وپلټی او پېمانه يې ترې راوويستله، لکه څنګه مو چې د ورور په بار کې يې د پېمانې اېښودلو د تدبير چل وروښودلو، همدارنګه مو هغه ته بل کار هم وروښوده چې خپلو وروڼو ته يې د هغوی د ښار سزا ورکړي چې هغه د غله غلام جوړول دي، دغه کار به نه وای ترسره شوای که يې د پاچا سزا عملي کړې وای، چې وهل او تاوان ورکول وو، مګر دا چې الله بل تدبير وغواړي هغه پرې ځواکمن دی، موږ له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو مرتبې يې لوړوو لکه د يوسف مرتبه مو چې لوړه کړه، د هر پوهې څښتن پر سر تر هغه بل پوه شته او د ټولو د پوهې پر سر د الله پوهه ده چې په هرڅه پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ