سوره یوسف (آیت 77)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۷۷

قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا ۖ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ 77 ٧٧

هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (هم) غلا كړې ده۔، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: تاسو د مرتبې په لحاظ ډېر بد يئ او الله ښه عالم دى په هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ (۷۷)

تفسیر
د يوسف وروڼو وويل: که هغه غلا کوي؛ نو حيرانتيا نشته، بېشکه سکه ورور يې د هغه له غلا مخکې غلا کړې وه، د هغوی موخه يوسف عليه السلام و، يوسف عليه السلام د هغوی پر دغه وينا خپل کړاو پټ کړ، هغوی ته يې ښکاره نکړ، په زړه کې يې ورته وويل: تاسو چې پر کومه کينه او ناوړه کړنه ياست چې مخکې در څخه وشوه، هغه په دغه ځای کې په خپله يو شر دی، الله تعالی پر دغه تور لګولو چې له تاسو وځي ډېر پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ