سوره یوسف (آیت 79)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۷۹

قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ 79 ٧٩

هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ (بل څوك) ونیسو، غير له هغه كس نه چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو (۷۹)

تفسیر
يوسف عليه السلام وويل: په الله پناه چې د ظالم د ګناه له امله په بېګناه ظلم وکړو، له هغه چا پرته بل څوک ونيسو چې په بار کې مو يې پېمانه پيداکړې ده، بېشکه که مو داسې وکړل هرومرو به ظالمان وو، چې بېګناه ته سزا ورکړو او ګناهکاره پرېږدو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ