سوره یوسف (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۸۰

فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُمْ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُمْ فِي يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ 80 ٨٠

نو كله چې دوى له هغه نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو په دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى (۸۰)

تفسیر
کله چې د يوسف لخوا د خپلې غوښتنې له ځوابه نا هيلې شول، له خلکو بېل شول ترڅو مشوره وکړي، مشر ورور يې وويل: آيا په ياد مو دي چې پلار مو له تاسو د الله ټينګه ژمنه اخېستې وه ترڅو يې زوی بېرته ورولئ، مګر داچې داسې څه درباندې چاپېره شي چې د مخ نيوي توان يې ونلرئ، له دې مخکې مو د يوسف په اړه زيادت کړی و او له پلار سره مو خپله ژمنه پوره نکړه؛ نو هيڅکله د مصر ځمکه تر هغه نه پرېږدم تر څو مې پلار د بېرته ورتګ اجازه رانکړي او يا الله راته د خپل ورور د اخېستو پرېکړه وکړي، هغه تر ټولو غوره پرېکړه کوونکی دی او هغه په حق او عدل پرېکړه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ