سوره الشورى (مشوره) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۱۶

وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ 16 ١٦

او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى (۱۶)

تفسیر
او هغه کسان چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوي دين کې په باطلو دليلونو سره شخړه کوي، وروسته تردې چې خلکو هغه ومنلو، د دغو شخړه کوونکو دليل د الله او د مؤمنانو په وړاندې له منځه تلونکی او بې ارزښته دی چې هيڅ اغېز نه لري، د هغوی د کفر او د حق د ردولو له امله يې پر هغوی د الله غضب دی او هغوی لره د قيامت په ورځ سخت عذاب دی چې انتظار به يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ