سوره یوسف (آیت 89)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
12
یوسف(يوسف)، آیت ۸۹
قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَا فَعَلْتُمْ بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنْتُمْ جَاهِلُونَ
ويې ويل: ایا تاسو په هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟ (۸۹)
تفسیر
کله يې چې د هغوی خبرې واورېدې له لورېينې يې زړه پرې نرم شو، ځان يې وروپېژندی ورته يې وويل: بېشکه آيا تاسو پوه شوئ په هغه څه چې په يوسف او د هغه په سکه ورور مو کړي، کوم وخت چې تاسو د هغه څه له پايلې نا خبر وئ چې پر هغوی مو وکړل؟!
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: