سوره الروم (رومیان) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




30 الروم(الروم)، آیت ۴۸

اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ ۖ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ 48 ٤٨

الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي (۴۸)

تفسیر
الله پاک هغه ذات دی چې هواوې چلوي او پورته کوي يې، بيا دغه هواوې ورېځې خوځوي او حرکت ورکوي؛ نو په آسمان کې يې چې څنګه وغواړي لږ وي او که ډېرې کش کوي او ټوټه يې ګرځوي، بيا اې لېدونکيه ته وينې چې باران د دغې ورېځې له منځ راوځي، کله چې باران له بنده ګانو يې چاته رسيږي، هغوی د الله د داسې باران په اورولو چې وروسته ترې د ځمکې د هغه څه شنه کول وي چې هغوی او څاروي يې ورته اړتيا لري خوشحاليږي چې پر هغوی يوه لورېينه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ