سوره یوسف (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۹۰

قَالُوا أَإِنَّكَ لَأَنْتَ يُوسُفُ ۖ قَالَ أَنَا يُوسُفُ وَهَٰذَا أَخِي ۖ قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا ۖ إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ 90 ٩٠

هغوى وویل: ایا یقینًا ته چې يې، په رښتیا هم ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه شان دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضائع كوي (۹۰)

تفسیر
هغوی ته سملاسي پېښه وه او ويې ويل: آيا ته په رښتيا يوسف يې؟! يوسف ورته وويل: هو زه يوسف يم، دغه چې له ماسره يې وينئ زما سکه ورور دی، بېشکه الله له هغه څه په ژغورنه چې پکښې وو او د درجې په لوړولو پر موږ پېرزوينه وکړه، بېشکه يوسف هغه څوک و چې د الله د حکمونو پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ځان ساتلو له هغه وېرېده او په کړاو يې صبر کاوه، د هغه دغه کړنه نيکي وه او الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې ورته ساتي يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ