سوره الرعد (رعد) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۱۹

أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰ ۚ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ 19 ١٩

ایا نو هغه څوك چې په دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي (۱۹)

تفسیر
برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا د پالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې د الله د حکمونو منونکی دی او هغه کافر چې د الله د حکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره د سمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ