سوره الرعد (رعد) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲۲

وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ 22 ٢٢

او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى (۲۲)

تفسیر
او هغوی داسې خلک دي چې د الله پر پيروۍ صبر کوي او پر هغه څه چې الله ورته په تقدير کې ليکلي له خوښۍ او بدۍ څخه، د الله د خوښۍ غوښتلو لپاره له ګناه صبر کوي، په بشپړه توګه لمونځ کوي، له هغو مالونو چې موږ ورکړي واجب حقوق ورکوي او نفلي خيرات بنده ته په پټه ورکوي د ځان ښودنې له وېرې او په ښکاره ترڅو نور يې پيروي وکړي، د هغه چا بدي چې له هغوی سره يې کړې هغه ته په نېکۍ ورځوابوي، دغه چې پداسې صفتونو متصف دي هغوی لره د قيامت په ورځ ستايل شوې پايله ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ